جهاد تور اقتصاد او ترهګري Pashto Share Tweetپه دریم اګست د پاکستان فوځی مشر جنرال راحیل شریف د راولپنډۍ د اینټي نارکوټیکس فورس هیډ کوارټر ته د ورتګ په محال وویل چې د نشیې توکو جوړونکې او تجارت کونکې د ترهګرو په څیر د قامی سلامتی لپاره ګواښونکې دي. د نشیې توکو څخه په لاس راغلی پیسي په ترهګرۍ کی کارول کیږي. اود دوی د له منځه وړلو د پاره د رغنده ګامونو اخستلو اړتیا دي. ۱۹۷۸ څخه را وروسته دا لومړی ځل دي چې د پاکستان پوځي مشر مخامخ د تور اقتصاد په هکله واي او د دي دندې د له منځه وړلو هوډ کوي.که چیری داسی کار ترسره کیږي نو د هیواد اقتصاد ته په کتو سره د بریالیتوب امکانات یې د تور اقتصاد پراخ حجم په سیاست او ریاست کي دژورو ریښو لرلو په وجه نیمګړی تر سترګو کیږي. ۱۹۷۸ له مخه دپاکستان په اقتصاد کي د بی سنده یا بی قانونه اقتصاد ونډه تر ۵ فیصدی هم لږ وه. نن ددی ونډه تر ۷۳ فیصدی هم لوړه شوي ده او د دی لویه برخه نشیې توکي،باج اخستل، اداری درغلۍ او نورو جرمونو په توره دنده بشپړیږي. په بله مانا ټپ یا ناسور تر بدن لوی شوی دي. د دی په عملیاتو به دا وروست اقتصاد ژوند له لاسه ورکړي. که چیری دولتې اقتصاد دوه یا دری سلنه وده کوي نو تور اقتصاد لس فیصدی وده کوي.ریښتیا ډیر ښکاره دی دا هیواد په هم دی تور اقتصاد چلیږي، په دی توره دنده سیاست چلیږي، به دی کي پانګه کیږي روزګار او مارکیټ تری پیدا کیږي او د دی ځای نیمه مړه پانګوالې څا تری اخلي. نو ځکه په دي نظام کی دننه د اقتصاد پاکول اود توری دهندی څخه د خلاسون یو امکان هم نشته.ژباړه: ولی ولسپالموهیمه پوښتنه دا ده چې دا اقتصاد له کم ځای څخه راغی او په څو لسیزو کی تر دولتی يا سپین اقتصاد پیاوړی څنګه شو؟ د دی زیږونکی بل څوک نه بلکه د همدی فوځ مشر جنرال ضیاالحق ؤ. هیروهینو دتیارولو او پلورلو نسخه د افغانستان ډالر جهاد د تقویه کولو له پاره ضیا ته امریکای استعمار ورکړه. دا د سی آي اې یوه پخوانۍ طریقه ده او همدا لاره یې په لاطنی امریکا او ویتنام کی هم کاروله. په ۲۰۱۲ د مهی په میاشت کي د هغه وخت د باندنیو چارو وزیري او اوسنۍ اولس مشرۍ ته کاندیده هیلری کلنټن د امریکا د مشرانو جرکې کومیټی ته په ډاګه دا خبر وکړه د کومو خلګو سره چې موږ نن جنګیږو د دوی مالی مرسته موږ کړي وه. او دا زموږ پلان وو چې د شوروی اتحاد د ماتولو د پاره د آي ایس آي او سعودی عرب په مرسته هم دا مجاهیدین پیدا کړو. د دوم نړیوال جنګ څخه را وروسته امریکای زبیښاک د هر انقلابي او سیاسي غورځنګ چې د پانګوال نظام په ضد را ولاړیدل په مخامخ توګه يا د خپلو سیمه یزو قوتونو په مرسته یې د هغو د ځپلو پولیسي پیل کړه. د دی هدف د پاره یې په مختلفو پاشیستې قوتونو بی پنا دولت ولګاؤ، او د دی سختدریځو عناصرو د خودسره مالی مرستو د پاره د جرمونو د دندی لاری پرانستې. د افغانستان څخه لومړی سی آی اې په کمبوډیا، نکاراګوا، ویتنام، هاندراس او نورو ځایونو کي د نشیې توکو جال خور کړي وو چې د دی څخه امریکای جنرالانو بی پنا دولت وګتلو او د هغوی سیمه یزه پراکسی ډلو هم خپل ځانونه پری ډکول.دا خبره هم ډیره کیږي چې جهادیانو شوروی اتحاد ته ماته ورکړه او له منځه یې یوړ.خو ریښتیا دادی چې د ستالن بیوروکراسی د مارکسی نظریې سره د متضادی پولیسی په سبب داخلي سیاسي او اقتصادي تضاداتو شوروی اتحاد له منځه یوړ. او اویا ۷۰ کاله د مخه د ۱۹۹۱ د واقعاتو په هکله دبالشویک انقلاب بنسټ ایښودونکو مشروطی پیش بینۍ کړي وي. او دا هم یو واقعت دی چې په ۱۹۸۹ کی د شوروی تر وتو وروسته په افغانستان کی د ډاکټر نجیب واکمنې دری کاله دوام وکړ او په ۱۹۹۱ کې د شوروی اتحاد تر ماتی وروسته هم یو کال خلق ډیموکراټیک ګوند په افغانستان واکمنې وکړه. د ۱۹۸۰ د لسیزی تر اخره پوری د امریکایانو لیوالتیا په سیمه کي کمه شوه خو د دوی کرل شوی تور اقتصاد جال په خوریدو وو او وده یې کوله. په ۱۹۹۹کي د لندن سکول اف اکنامکس د سیاسی اقتصادیاتو پوهاند فرایډ های ډی په خپله یو مقاله کی لیکلی وو چې په افغانستان او پاکستان کی د نشیې توکو راکړي ورکړي حد تر اتیا ۸۰ میلیارده ډالرو اوښتی دې.دا د عربستان د تیلو تر عایداتو هم زیات دي. په دی تور اقتصاد کي د برخې لپاره د بیلا بیلو جهادی ډلو تر منځ خونړۍ کورنۍ جګړه ونښته چې په ترڅ کي يې د مشرقی فاریس په نوم یادیدونکی کابل په کنډواله بدل کړ. په ۱۹۹۵ کي طالبان هم د امریکا دمالی مرستی په ترڅ کی واک ته ورسیدل او په همدی کنډوالو کي يې د اسلامی امارت د جوړیدو اعلان وکړ. اود دوۍ دا دولت تر ټولو لومړی پاکستان په رسمیت وپیژند ځکه چې جوړ کړی هم پاکستان ؤ. له بده مرغه دا ټول کارونه د لیبرل او سیکولر بینظیر بټو د دولت په وخت کي تر سره شوو. د نښیې توکو دغو جنګونو که له یو خوا افغانستان وران کړ نو له بلی خوا پاکستان هم تری خوندی پاته نه شو. دلته هم د ترهګرۍ اور تر ننه پوری بلیږي. دی توری دندې یواځي په اقتصاد اغیزه نده کړي بلکه د دی ریښې تر ریاست، سیاست، او صحافت پوری غزیدلې دي. ډیری د ځمکو راکړه ورکړه د هستوګنځایونو کار هم په دی پیسو کیږي. رشوت اخستل او اداری فساد د دي تور اقتصاد د ملا تیر دی او هری اداری سجده ورته لګولی ده. واکمن اقتصاد پوهان دا حقیقت نه منی خو دوي ډیر ښه پوهیږی چې د دوي اقتصاد چې د کم دولت په مرسته ولاړ دی هغه د کم ځای څخه اخستل کیږي.د تور اقتصاد اجاره داران هر ګوند او مشر په پیسو اخلی که سیکولر دی او یا روایتي. له پانګی سره مینه وال په هر بازار کي خرسیدلی شی او سر ټیټولی شي. او له دی اقتصاد څخه چې کمه ټولنه را منځ کیږی د هغوۍ اخلاق به څه وي؟ منافقت او خلق غولول د دی ټولنی په رګونو کی د وینی په څیر روان دي. د جرمونو او د بد عنواني له دی تور اقتصاد څخه یواځي لوړه او منځنۍ طبقه ګټه پورته کوي. مګرد زحمتکښاتو د پاره دلته هم زلت او رسوای پرته ده. چې په ورځنی معاش شپه او ورځ کار کوي. د روغتیا او نورو اسانتیاو سوچ هم نه شي کولی. توره پیسه په داسي کارو کي کارول کیږي چې په لوړه پیمانه ګټه کوي. د دی کار چلولو د پاره غنډه ګردی هم موهیمه ده دا که په کور یا په بس اډی د قبضی د پاره وی يا د مذهبی ترهګرۍ په بڼه کي وي د دی تر ټولو مهیم اړخ وحشت دي.کوم لیبرل اغلې او شاغلي چې دا فکر کوي چې امریکاي زبیښاک یا ریاستی عملیات به ترهګری له منځه یوشي هغه دخپلی ناپوهی او جهالت په نړیۍ کی ژوند کوي. په کم اقتصاد کی چې توره دنده کرل شوی وي په داسی حالتو کی څو ګروپونه ځپل کیدی شي خو له منځه وړل یې ناشونی دي. یو هدفي وژونکی یا قاتل چې ویشتل کیږی په ترڅ کی یې د ټولنیزو ناخوالو او فقر څخه نور را پیدا کیږي. بورژوا نقطه نظر هم دا سرګندوی چې حالات په څو پلټنو یا تش په فوځي عملیاتو سره نه شي رغیدلی د دي له پاره داسی پلان او عملیات په کار دي چې په دی کي د ریاست او سیاست د لیکو سره سره هغه ټولي برخې د منځه یوړل شي چې په هغه کي د دی توری دندی ریښې ننوتې وې. په بعضې ځایو کي د مذهب تر نامه لاندی قبضي کوي او ودانۍ جوړوي او په بعضي ځایو کی بیا د سیکولریزم او جمهوریت په ترڅ کی قبضي کیږي او تور اقتصاد ته لاره هواریږي. راحیل شریف ته چې څومره نوم رسنیو ور جوړ کړی دي او څومره واک چې په دی اوسنی جمهوریت کي د فوځ سره شته هغومره واک د دوې سره په خپل امریت کي هم نه وو. کم نظام چې دوې د اخرنی اومید په توګه د فوځ په مرسته چلول غواړي هغه نظام په تاریخی توګه دړی وړی شوی اوپه اقتصادي توګه ډیوالی شوی دي، د نړیوال زبیښاک او تور اقتصاد په مرسته اکسیجن اخلی. زحمتکښان په دی نظام کي نور هم خرابیږي. د دوی د ژغورلو د پاره کوم مسحا نه شي راتلی که چیري دوی ځان ژغورل غواړی نو را پورته کیږی به او د دي نظام د له منځه وړلو لپاره به جنګیږي.